د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلینو د جلال آباد ښاروالۍ له مسؤلینو سره د سیند حریم او بستر د خوندیتوب په هکله د همغږي ناسته ترسره کړه

mew-admin
Sat, Aug 27 2022 9:48 AM
1

د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي سید فضل احد هاشمي او ور سره مل د یاد ریاست تخنیکي ټیم د جلال آباد ښاروالۍ له مسؤلینو سره د سیند حریم او بستر د خوندیتوب په هلکه د همغږي ناسته ترسره کړه.

په یاده ناسته کې، د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس د سیندیزې حوزې د مسؤلیتونو او کاري ساحې په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د سیند حریم او بستر له هر ډول تعرض څخه مصؤن دی او هیڅوک نشي کولای چې د سیند په حریم او بستر کې تاسیسات جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د جلال آباد ښاروالۍ د مسئولینو له لوري د سیند په حریم کې خځلې اچول کیدې چې د سیندیزې حوزې د مسؤلینو له خوا یې مخنیوی وشو.

User account menu