د ارغنداب رود فرعي حوزې رئيس د دهلې بند لاندې ولسوالیو له قومي مشرانو او میرابانو سره د همغږي ناسته ترسره کړه

mew-admin
Tue, Aug 30 2022 12:32 PM
1

د ارغنداب رود فرعي حوزې رئيس ښاغلي ملا سید محمد شرافت د دهلې بند  لاندې ولسوالیو له قومي مشرانو او میرابانو سره د یاد بند د اوبو د منظم او عادلانه ویش په موخه د همغږي ناسته ترسره  کړه.

په یاده ناسته کې پریکړه وشوه، چې دهلې بند کې د اوبو د کافي شتون له کبله د یاد بند د خوشي شویو اوبو بهیر د وږي میاشتې تر  ۲۵  نېټې پورې ټولو ولسوالیو ته و غځول شي.

User account menu