په پکتیکا ولایت کې د دوو وچ شویو کاریزونو وکېندلو چارې بشپړې شوي

mew-admin
Sat, Sep 03 2022 4:07 PM
1

د پکتیکا ولایت د کودالان او نظام الدین کلیو کې د دوو وچ شویو کاریزونو کېندلو چارې د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې ریاست په تخنیکي همکاري او په هغه ولایت کې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزي ریاست په مالي ملاتړ بشپړې شوي.

ټاکل شوې ده، چې د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې او د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزي ریاستونه په ګډه سره د اومني ولسوالي اړوند زواکي سیمه، د یوسف خیلو ولسوالي په جرکني، کجر، اته خونه او د خیرکوټ ولسوالي په ځينو سیمو کې د وچو کاریزونو دکېندلو چارې پيل کړې.

User account menu