پروان ولایت کې د چاریکار کانال پروژې د پاکاري چارې پیل شوې

mew-admin
Tue, Sep 06 2022 4:16 PM
1

پروان ولایت کې د چاریکار کانال پروژه د پاکاري چارې د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې د رئيس ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن حبیبي او د یاد ولایت د والي د مرستیال په شتون کې پرانیستل شوه.

یاد کانال، ۲۲ کیلو متره اوږدوالی لري، چې ۵۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

د دې کانال د پاکاري چارې د (GIZ) موسسې په مالي ملاتړ د غوربند- چاریکار فرعي سیندیزې حوزې د ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

User account menu