د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس او د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د قرقین کانال څخه څارنه وکړه
ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس او د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي د قرقین کانال څخه څارنه وکړه.
یاد کانال ۲۲ کیلومتره اوږدوالی لري، چې اوسمهال یې د ۱۲۰۰ متره اوږدوالي کیندنه او پاکاري روانه ده او ۹۵ سلنه کار یې بشپړ شوی دی.
همدارنګه د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئېس او د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د آمو سیند د وېجاړیو څخه لیدنه وکړه او د سیمې خلکو ته یې د تحکیماتو د جوړوولو ډاډ ورکړ.
