بدخشان ولایت کې یو کرنیز کانال د ۷ کیلو متره په اوږدوالي سره پرانیستل شو

mew-admin
Tue, Sep 06 2022 4:21 PM
1

د بدخشان ولایت بهارک ولسوالي اړوند د کورخوی ناحیه کې یو کرنیز کانال د ۷ کیلو متره په اوږدوالي سره د خوړو نړیوال سازمان(WFP) او د شلتر لایف موسسې په مالي ملاتړ د کوکچه- فیض آباد سیندیزې فرعي حوزې تر چتر لاندې د یو شمېر محلي مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې پرانیستل شوه.

د یاد کانال د جوړولو څخه موخه د هېواد د اوبو سرچینو د غوره مدیریت لپاره د اوبو تاسیساتو ساتنه او بیارغونه، د کرنې سکتور وده او د کاري زمینې برابرول دي.

همدارنگه د کوکچه- فیض آباد سیندیزې فرعي حوزې رئيس په ارغنجخواه ولسوالي کې د حمید آباد کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

User account menu