د هېواد د سترو پروژو د قراردادونو  د څېړنې د رهبري پلاوي ناسته د هلمند کجکي بند د قرارداد د بیاکتنې په هکله  ترسره شوه

mew-admin
Tue, Sep 06 2022 5:30 PM
1

د هېواد د سترو تړونونو څېړنیز پلاوي د مخکینيو غونډو په دوام ، دا غونډه  د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست  وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا محمد یونس آخندزاده، د اوبو او انرژي وزارت، د اقتصاد وزرات، د مالیې وزارت، د ټولګټو وزارت او د تدارکاتو ملې ادارې د معینانو او استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه غونډه کې، یاد پلاوي د هلمند ولایت د کجکي بند د قرارداد تړون چې د اوبو او انرژي وزارت له سترو قراردادونو څخه یو قرار داد دی، تر څېړنې او بیا کتنې لاندې ونیول شو، چې په ننۍ ناسته کې د قرارداد یوه څانګه وڅېړل شوه او د یاد قرارداد د منځپانګې د ډير والي له کبله،  د هغه د دوام څېړنه د راتلونکي پجنشبي ورځې ته وځنیډه.

د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوی د اسلامي مارت د وزیرانو شورا د ۱۷ ګڼې مصوبې د څلورم بند د تحقق په موخه توظیف شوی، ترڅو ټول لوی قراردادونه تر څېړنې لاندې ونیسي او د هغوی د ستونزو او وضعیت په هکله بشپړ راپور چمتو او د اسلامي امارت له  کابینې سره شریک کړي. یاد پلاوي تر اوسه پورې د ګڼو ناستو په ترسره کولو سره د یو شمېر وزارتونو او بېلابېلو ادارو ستر قراردادونه څېړلي دي.

User account menu