د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس د یوه سربند، کانال او هایدرومیترولوژیکي استیشن چې د سیلابونو له ګواښ سره مخ دي، لیدنه وکړه

mew-admin
Wed, Sep 07 2022 9:57 AM
1

د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي سید فضل احد هاشمي او ورسره مل پلاوي په یاد ولایت کې د بهسود ولسوالي اړوند د میرابانو سربند او کانال او همدارنګه د کامې ولسوالي اړوند د هایدرومیترولوژیکي استیشن چې د سیلابونو له ګواښ سره مخ دي، لیدنه وکړه.

د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس د کامې ولسوالي اړوند د هایدرومیترولوژيکي استیشن د ستونزو د هوارولو په هکله د  جاپان PMS موسسې له مسؤل سره بحث او د نظر تبادله وکړه. د یادې موسسې مسؤل د یاد استیشن د ستونزو د هوارولو په برخه کې د همکاري ژمنه وکړه.

User account menu