د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلینو په یاد ولایت کې د روغانو کلي د سربند استنادي دیوال، کاریز او چینو تخنیکي سروې ترسره کړه

mew-admin
Wed, Sep 07 2022 10:00 AM
1

د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي سید فضل احد هاشمي او ورسره مل د یاد ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت د روداتو ولسوالي اړوند د روغانو کلي د سربند استنادي دیوال، کاریز او چینو تخنیکي سروې ترسره او د قلعه میرجي کانال لپاره د اوبو ټولنه جوړه کړه.

یادې پروژې د خوړو نړیوال سازمان( WFP ) په مالي همکاري د افغانستان لپاره د بشپړې پراختیا موسسې په تخنیکي همکاري د ننګرهار سیندیزې حوزې تر چتر لاندې پلي کېږي.

User account menu