د دعوت او ارشاد ریاست له خوا د اخلاص د رعایتولو او د هغه د اهمیت په هکله اصلاحي او روزنیز سمینار ترسره شو

mew-admin
Wed, Sep 07 2022 3:33 PM
1

دا سمینار د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مولوي ګل الر حمن عارف او د یاد وزارت د ګڼ شمېر کارکوونکو په ګډون ترسره شو.

په دې سمینار کې د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مولوي ګل الرحمن عارف د اخلاص د رعایت او د هغه د اهمیت په هکله خبرې وکړي او د دې وزارت کارکوونکي یې وهڅول، ترڅو په ورځني اعمالو کې اخلاص رعایت کړي.

ښاغلي عارف ټېنګار وکړ، چې هر کار هغه وخت ارزښتناک دی چې خاص د الله(ج) د رضا لپاره ترسره شي او اخلاص پکې په پام کې ونیول شي.

د دعوت او ارشاد رئیس د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې اسلام یو جامع او کامل دین دی او له ټولو ګډونوالو څخه یې وغوښتل، ترڅو د ژوند په ټولو چارو کې د الله(ج) رضا، د پېغمبر(ص) سنت او د اسلام مقدس دین ارشادات په نظر کې ونیسي، ځکه چې د دنیا او آخرت ښېګڼي د اسلام په دین کې نغښتي دي.

User account menu