د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د  (TLO) موسسې له ولایتي مسؤل سره د ښې همغږي او همکاري په موخه ناسته ترسره کړه

mew-admin
Thu, Sep 08 2022 9:38 AM
1

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي محمد کریم فاتح د (TLO) موسسې له ولایتي مسؤل ښاغلي انجنیر شریف الله  سره د ښې همغږي او همکاري په پار ناسته ترسره کړه.

په یاده ناسته کې، د یادې موسسې ولایتي مسؤل وویل چې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز اړوند د ټنډانو په سیمه کې د ټنډانو سربند او کانال او په جاني خېلو ولسوالي کې د بازي خېلو  سربند رغنیزې چارې به په نېږدې راتلونکي کې پيل کړي.

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د یادې موسسې ولایتي مسؤل ته د هر راز همکاري ډاډ ورکړ او د پراختیایي پرژو په برخه کې د هغوی ځانګړې پاملرنه دقدر وړ وبلله.

User account menu