د اوبو معینیت تخنیکي اونیزه ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د وزارت د اوبو سکتور درئيسانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې، د سیلابونو، وچکالۍ او اقليمي بدلونونو د وړاندوینې آمریت پرزنتیشن او همدارنګه د اوبو د کیفیت ، جیوتخنیک او د خاورې تخنیک لابراتوارونو د تجهیز او پراختیا طرحه وړاندې شوه.
د شاهي کانال د بشپړې کڅوړې د طرحې د اسنادو څېړنه او مطالعه، له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد پايپلینونو د مسودې راپورونو، د سروې او ډیزاین ریاست د تدارک شویو توکو د بیې په هکله معلومات د نورو موضوعاتو له ډلې څخه وو، چې په ننۍ ناسته کې ورباندې بحث او د نظر تبادله وشوه.
د یادونې وړ ده، چې د اوبو په معینیت کې دا تخنیکي ناستې په اونۍ کې يوځل ترسره کېږي او پکې د تر ټولو اړینو موضوعاتو باندې بحث او د نظر تبادله کېږي او اړین تضمیمونه نیول کېږي.