د کابل منځني سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د چارو د ښه او پر وخت د ترسره کولو په پار ناسته ترسره کړه
دا ناسته، د کابل منځني سیندیزې فرعي حوزې د رئيس ښاغلي مولوي ولي محمد تائب تر مشري لاندې د یاد ریاست د غونډو په تالار کې د چارو د ښه او پر وخت د ترسره کولو په موخه ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې، پر تخنیکي، اداري او یو شمېر نورو موضوعاتو باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.
