د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د HRDA موسسې له ولایتي مسؤل سره د پراختیایي پروژو د پلي کیدو په هکله ناسته ترسره کړه

mew-admin
Sun, Sep 11 2022 5:02 PM
1

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي حاجي عمراخان صدیقي او د یاد ریاست له یو شمير نورو مسؤلینو په ملتیا د HRDA موسسې له ولایتي مسؤل ښاغلي عصمت الله اتل سره وکتل او په یاد ولایت کې یې د پراختیایي پروژو د پلي کیدو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

د یادې موسسې ولایتي مسؤل په دې ناسته کې څرګنده کړه، چې د لویو او کوچینو چکډمونو، استنادي دیوالونو او محافظوي دیوالونو په برخه کې به کار وکړي.

په ورته وخت کې، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د یادې موسسې ولایتي مسؤل ته د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

User account menu