د غزني په ولایت کې د سروکاڼو بند چارې پیل شوې

mew-admin
Tue, Sep 13 2022 9:18 AM
1

د غزني ولایت په قره باغ ولسوالي کې د سرو کاڼو بند پروژې د جوړولو عملي چارې د غزني ولایت د سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي اسدالله منصوري او د یاد ولایت د یو شمېر نورو محلي مسؤلینو په شتون کې د DRC  موسسې په مالي ملاتړ په رسمي توګه پيل شوې.

یاد بند به د ۱۲ متره په لوړوالي سره جوړ شي چې د ۵۰۰  زره متر مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا به و لري.

د یادونې وړ ده، چې د دې بند لومړنۍ سروې څه موده وړاندې د غزني ولایت د ولاړو اوبو او سیندیزې فرعي حوزې له خوا ترسره شوې وه.

User account menu