د کابل ولایت په پغمان ولسوالي کې د دریو ټولګټو پروژو پرانیسته

MEW-Media
Thu, Sep 15 2022 2:26 PM
۱

 

 

د کابل ولایت د پغمان ولسوالي په بېلابېلو کلیو کې د  سربندونو ، اوبو لګولو کانالونو د پاکاري او بیارغونې پروژو چارې د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي ولي محمد تائب، د کابل عمومي سیندیزې حوزې د سلاکار ښاغلي روح الله مایار،د پغمان ولسوالي مرستیال او د یادې ولسوالي د یو شمېر مشرانو په شتون کې پرانیستل شوې او عملي چارې یې پيل شوې

د حکیم کلا او د زرګر کلي د سربند او اوبو لګولو کانالونو د پاکاري پروژه، د قرغې بند د ننوتلو کانال د پاکاري او بیارغونې پروژه او د ملک کلا د ترسبګاه د پاکاري پروژه په یادو ټولګټو پروژو کې شامل دي، چې د اوبو او انرژي وزارت له خوا د بشر پاله مرستو په مالي ملاتړ په پغمان ولسوالي کې به پلي شي.

د کابل عمومي سیندیزې حوزې سلاکار ښاغلي روح الله مایار د یادو پروژو د پرانیستلو په بهیر کې د یادو پروژو د پلي کیدو څخه موخه د قرغې بند ته د رسوباتو د ننوتلو څخه مخنیوی، د کرنیزو ځمکو خړوبول او خلکو ته د کار زمینې برابرول یاد کړل.

د یادونې وړ ده، چې د یادو پروژو په پلي کیدو سره به په ټولیز ډول ۱۷۰ هکتاره ځمکه تر اوبو لګولو لاندې راشي او تر  ۱۷۰۰  زیات کسان به په مستقیم ډول او زرګونه کسان به په غیر مستقیم ډول ورڅخه ګټه واخلي.

User account menu