تخار ولایت کې د اوبو ګټه اخیستونکو ټولنو ته د فعالیت د جواز ورکولو غونډه ترسره شوه
یاده غونډه د ۷ کانالونو څخه د اوبو ګټواخیستونکو ټولنو ته د جواز ورکولو په موخه د تالقان سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي مولانا صبغت الله قانع په ګډون ترسره شوه.
په یاده غونډه کې، د تالقان سیندیزې حوزې رئیس په اسلامي شریعت کې د اوبو د ارزښت، د اوبو سپما او د اوبو په مدیریت کې د اوبو ګټې اخیستونکو ټولنو د رول په اړه خبرې وکړي.
د یادې غونډې په پای کې د اوبو ګټې اخیستونکو ټولنو رئيسانو ته د فعالیت د جواز ورکولو ترڅنګ د اوبو د چارو د تنظیم آمر ښاغلي انجنیر حبیب الله له خوا د دولتي اداراتو او د اوبو ګټې اخیستونکو ټولنو د دندو او مسئولیتونو په اړه پریزنټیشن وړاندي شو.
