پکتیا ولایت کې د خوست پل هایدرومیټیورولوژي اسټیشن د ځای له بدلون وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mew-admin
Mon, Sep 19 2022 10:35 AM
1

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست اړوند د مرکز ګردېز خوست پل هايدروميټيورولوژي ا سټېشن، چې له لومړني ځاى څخه بل ځاى ته ليږدول شوى او ځاى پر ځاى شوى و؛ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

په يادو مراسمو کې د پکتيا ولايت مقام مرستيال شيخ عزيزالرحمن منصور، د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس مولوي محمد کریم فاتح او یو شمېر نورو مسؤلینو هم ګډون درلود.

په دې غونډه کې د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د یاد اسټیشن د لېږدولو موخه له لومړني ځای څخه نوي ځای ته په پخواني موقعیت کې د ډېرو خځلو او رسوباتو شتون و باله، چې د هغه نورمال فعالیت یې له خڼډ سره مخ کړی و.

User account menu