د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین په تخار ولایت کې د نمک آب پروژې د چارو د پرمختګ له بهیر څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Sun, Sep 25 2022 11:05 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده تخار ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د نمک آب پروژې د چارو د پرمختګ بهیر او د تالقان سیندیزې حوزې ریاست تر کار لاندې پروژو چارې له نږدې څخه تر څېړنې لاندې ونیولي.

د دې وزارت د اوبو معین د یاد سفر په ترڅ کې، د پروژې د ښه پلي کیدو، د لارې د سمولو او د نمک آب جهیل د بیاکتنې په موخه تخنیکي غونډه ترسره کړه او د پروژې د چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره یې د پروژې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړي.

د نمک آب پروژې د چارو د پرمختګ د بهیر څخه د لیدنې په وخت کې، د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر رفیع الله مجتبی، د تالقان سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي قاري صبغت الله قانع او د یادو ریاستونو یو شمېر نورو تخنیکي مسؤلینو د اوبو د معین ملتیا کوله.

د یاد سیند اوبه د مالګینو ډبرو سره د مخامخ کیدو وروسته، تروې کېږي او د څښاک او کرنې لپاره د ګټې اخیستنې وړ نه دي.

د یاد ولو وړ ده، چې د دې پروژې په پلي کیدو سره به د سیند اوبه په خوندي توګه جریان پیدا کړي او د ګټې اخیستنې وړ به شي.

User account menu