د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د وزارت د عمومي رئيسانو په شتون کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې، د جوزجان ولایت په خماب او قرقین ولسوالیو کې د برېښنا انتقالي مزي او د برېښنا د وېش د سب استیشنونو پروژې، په پکتیکا ولایت کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د طرحې د پلي کېدو او د اوبو او انرژي اړوند یو شمېر نورو موضوعاتو باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د اړوندو مسؤلینو د راپورونو تر آورېدو وروسته، په ناسته کې د مطرح شویو موضوعاتو په هکله اړین هدایات ورکړل او د انرژي سکتور مسؤلینو ته یې هدایت ورکړ چې په پکتیکا ولایت کې د لمریزې برېښنا پروژې لومړۍ فاز دې ژرترژره اعلان ته و سپاري.
همدارنګه ښاغلي منصور په دې ناسته کې، د اوبو او انرژي پروژو د غوره مدیریت او پلي کېدو په موخه لازم هدایات ورکړل.
