پروان ولایت کې  د غوربند-پنجشیر سیند د محافظوي دیوال تخنیکي سروې ترسره شوه

mew-admin
Thu, Oct 06 2022 11:04 AM
1

د پروان ولایت د صیاد پله پورې اړوند د قره چه کلي کې د غوربند- پنجشیر سیند د محافظوي دیوال تخنیکي سروې د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې د انجنیرانو له خوا ترسره شو.

د یادولو وړ ده چې، د یاد محافظوي دیوال ۳۲ متره د تحکیماتو ساحه د سیلابونو له امله ویجاړه شوې ده چې سلګونه جریبه ځمکه یې د سیلاب د خطر سره مخ کړې ده.

User account menu