د پایداره انرژي ریاست تخنیکي ټیم د پروان ولایت په بګرام ولسوالي کې د مهاجرینو ښارګوټي د لمریزې برېښنا پروژه سروې کړه

mew-admin
Tue, Oct 11 2022 3:57 PM
1

یاد تخنیکي ټیم پروان ولایت ته د خپل سفر په بهیر کې د هغه ولایت د مقام په همغږي سره د مهاجرینو ښارګوټي ته د برېښنا رسولو په موخه د برېښنا شرکت له چارواکو، د سیندیزې حوزې او د پروان ولایت د مهاجرینو د ریاستونو له مسؤلینو سره د همغږي ناسته ترسره کړه.

د پایدارې انرژي ریاست تخنیکي ټیم د اړونده ادارو له استازو سره د مهاجرینو ښارګوټي ساحه  له نږدې څخه وڅېړله او د یاد ښارګوټي د لمریزې برېښنا پروژه یې سروې کړه.

همدارنګه د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره د برېښنا رسولو شبکي د وېش په موخه د برېښنا شرکت له مسؤلینو سره ناسته ترسره شوه او د اړینو نظرونو تر تبادلې وروسته د یادې شبکې لپاره منظم پلان چمتو شو او د پروان ولایت له مقام سره شریک شو، ترڅو په یاد ښارګوټي کې د برېښنا رسولو شبکې د رامنځته کولو لپاره پلی شي.

User account menu