ننګرهار ولایت کې د لعلپورې د اوبو د ذخیروي بند تخنیکي سروې ترسره شوه

mew-admin
Wed, Oct 12 2022 10:09 AM
1

د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي الحاج سید فضل احد هاشمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت د لعلپورې ولسوالي په فتح مېنه ساحه کې د لعلپورې د اوبو د ذخیروي بند تخنیکي سروې ترسره کړه او  د یادې ولسوالي د ډکې د هایدرولوژې اسټیشن څخه یې هم لیدنه وکړه.

په ورته مهال، د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د مهمنددرې ولسوالي د هزارناو په سیمه کې د اوبو چینو لومړنۍ سروې ترسره کړه .

User account menu