د ننګرهار سیندیزې حوزې ریاست کې د سیند د بستر او حریم د غصب د مخنیوي په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Thu, Oct 13 2022 10:40 AM
1

یاده ناسته د ننګرهار سیندیزې حوزې د رئيس ښاغلي سید فضل احد هاشمي تر مشري لاندې د یاد ولایت د استیناف محکمې، عدلیې ریاست، امنیه قوماندانۍ او استخباراتو ریاستونو د استازو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې تصمیم ونیول شو،  چې د سیند حریم او بستر کې غصب شوې ځمکې دې بېرته له غاصبینو څخه راوګرځول شي او دا کار به د دورنټې بند څخه پیل او تر ډکې پورې به ادامه پيدا کړې.

User account menu