هرات ولایت کې د اوبو سرچینو وضعیت تر څېړنې لاندې ونیول شو

mew-admin
Thu, Oct 13 2022 12:40 PM
1

هرات ولایت کې د اوبو سرچینو وضعیت د هریرود- مرغاب عمومي سیندیزې حوزې په کوربتوب د یوې ناستې په ترڅ کې چې د یاد ولایت د والي ښاغلي شیخ الحدیث مولوي نوراحمد اسلام جار تر مشري لاندې د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي ملا سید عبدالسلام مستوفي آغا او د یاد ولایت د ټولو سیمه اییزو ادارو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوی وو، تر څېړنې لاندې ونیول شو.

په یاده ناسته کې، د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس د لویدیځ زون د اوبو د وضعیت، د شته ستونزو  او حل لارو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او د ناستې ګډونوالو ور باندې بحث او د نظر تبادله وکړه.

User account menu