په کنړ ولایت کې د دیارلسو بادي او لمریزې پروژو لومړنۍ سروې او د یوه استنادي دیوال، یو کاریز، پنځه چینو او د دریو کانالونو د سربندونو سروې ګاني ترسره شوې

mew-admin
Sat, Oct 15 2022 10:52 AM
1

 د کنړ سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د یاد ولایت په نه ولسوالیو کې د دیارلسو بادي او لمریزې انرژي پروژو لومړنۍ سروې او د یوه استنادي دیوال، یو کاریز، پنځه چینو او د دریو کانالونو تخنیکي سروې ګاني ترسره کړې.

یادې سروې ګانې د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د حکم پر بنسټ د کنړ ولایت په ناړۍ، اسمار، دانګام، شلتن، خاص کنړ، نرنګ، څوکۍ، نورګل او سرکاڼو ولسوالیو کې ترسره شوې.

User account menu