د افغان انویست شرکت له مسؤلینو سره د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sat, Oct 15 2022 4:50 PM
۱

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د اوبو سکتور د رئيسانو او د افغان انویست شرکت د مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د اوبو او انرژي وزارت  او د یاد شرکت د مسؤلینو ترمنځ د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د لورې بند د مطالعاتو، ډیزاین او د پروژې د پلي کېدو په موخه د ګډې همکاري او همغږي په رامنځته کولو باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.

د یادې ناستې په بهیر کې، د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو د خپلو سروې او مطالعاتو لومړنۍ پایلې د افغان انویست شرکت له استازو سره شریکي کړې او په پای کې د دواړو لورو مسؤلینو د پروژې د تخنیکي مطالعاتو په ترسره کولو، ډیزاین او د پروژې د پلي کېدو په موخه د لازیاتو همغږیو په برخه کې  د معلوماتو په شریکولو او د ګډې همکاري په ترسره کولو باندې ټینګار وکړ.

User account menu