په کنړ ولایت کې دیوه کانال د جوړېدو چاري پیل شوې

mew-admin
Sun, Oct 16 2022 9:56 AM
1

د کنړ ولایت په وټه پور ولسوالي کې د شپږ کیلومتر په اوږدوالي سره د یوه کانال د جوړېدو چارې د کنړ ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د شپول موسسې له خوا پیل شوې.

یاد کانال به د ۱۱ زره جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا ولري او کار به یې د ۹ میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې به وسپارل شي

User account menu