د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د ملګري ملتونو اړوند یونپس(UNAPS ) موسسې له استازي سره  د ګډې همکاري د رامنځته کولو په موخه د همغږي ناسته ترسره کړه

mew-admin
Thu, Oct 20 2022 12:24 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخند زاده د خپل کار په دفتر کې د اوبو معینیت اړوند رئیسانو په شتون کې د ملګري ملتونو اړوند د یونپس موسسې له استازي ښاغلي احمد شاه همت سره د ګډې همکاري د رامنځته کولو په موخه د همغږي ناسته ترسره کړه.

په یاده ناسته کې، د یونپس استازي ښاغلي همت وویل چې:" مونږ غواړو د کابل ښار په ګډون د افغانستان په اوو لویو ښارونو کې  د اوبو د مدیریت په برخه کې پراختیايي پروژې پلي کړو.

په ورته مهال، د اوبو معین د نوموړي موسسې د استازي له همکاري څخه  د اوبو د مدیریت په برخه کې مننه وکړه او د اوبو معینیت له خوا  د یادې موسسې استازي ته  ۳۲ پروژې د سروې او پلي کولو  په موخه وړاندیز شوي، چې د یونپس موسسې استازي د یادو پروژو د عملي کولو ډاډ ورکړ.

د ناستي په پای کې دواړو لورو د ګډې همکاري په رامنځته کولو باندې ټینګار وکړ.

User account menu