ارزګان ولایت کې د نهر کربلايي کانال د استنادي دیوال د جوړولو او د خرماکانال د پاکاري چارې بشپړې شوې
د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند قلعه راق سیمه کې د نهرکربلایي کانال د استنادي دیوال د جوړولو، د خرماکانال پاکاري او واټر شیټونو چارې بشپړې او د یاد ولایت د والي ښاغلي مولوي محمد علي جان احمد، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئیس ښاغلي مولوي وکیل احمد نقي او یو شمېر نورو سیمه اییزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
یادې پروژې د WFP سازمان په مالي ملاتړ د ADA موسسې په تخنیکي همکاري د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلې شوې دي.
