د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې اونیزه ناسته ترسره شوه

mew-admin
Mon, Oct 24 2022 10:29 AM
1

یاده ناسته د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي محمدکریم فاتح تر مشري لاندې د ټولو کارمندانو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د ۱۴۰۱ مالي کال تشکیل ته په پام سره د راتلونکي کال لپاره د تشکیل د اړتیاوو پېژندل، د اوبو تاسیساتو د بیارغونې په برخه کې له غیر دولتي بنسټونو او موسساتو سره د همکاریو او هغږیو رامنځته کول او د یو شمېر نورو اداري موضوعاتو په هکله باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.

ښاغلي فاتح په ناسته کې د مطرح شویو موضوعاتو تر څېړلو وروسته، اړینې لارښوونې وکړې.

User account menu