د پروان چاریکار- سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د کابل ولایت د قره باغ ولسوالي له ولسوال او د پروان کانال د اوبو د استفاده کوونکو سره د همغږي ناسته ترسره کړه
په یاده ناسته کې د پروان کانال د پاکاري په پروسه کې د اوبو د استفاده کوونکو کارنده ونډه اخیستنه، د اوبو له مسیر څخه د موانعو لرې کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.
په دې ناسته کې د قره باغ ولسوال او د یاد کانال د اوبو استفاده کوونکو د کانال د پاکاري په پروسه کې د همکاري ژمنه وکړه.
