د اوبو د تاسیساتو د ساتنې او پالنې لپاره د اړتیا وړ بودیجې د تخصیص په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Mon, Oct 24 2022 2:24 PM
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې  د وزارت د اوبو سکتور د رئيسانو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د اوبو بنسټونو د څېړلو، د اوبو تاسیساتو د ساتنې او پالنې پروژو په ځانګړې توګه د سترو بندونو لومړیتوب بندي او د یادو پروژو لپاره د اړتیا وړ بودیجې د اټکل په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

د اوبو ښاغلي معین د رئيسانو د اندونو او راپورونو تر اورېدلو وروسته، د اوبو بنسټونو د ساتنې او پالنې ارزښت  ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې  د یادو پروژو د وضعیت له راپور سره سم دې د اوبو د تاسیساتو بشپړلیست  ترتیب شي، ترڅو د لومړیتوبونو او اغېزمنتیا په پام کې نیولو سره  د اړتیا وړ بودیجه مصرف شي.

همدارنګه د ناستې په بهیر کې هوکړه وشوه،  چې  د هایدرولوجي او هایدرو جیالوجي اسټیشنونو د ساتنې او پالنې او د هرې سیندیزې حوزې د اوبو د تاسیساتو ستونزې دې د پکیج په ډول چمتو شي، ترڅو د هغوی له اړتیا سره سم اړینه بودیجه مختصه شی.

User account menu