د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د هېلتو موسسې له ولایتي مسؤل سره د همغږي ناسته ترسره کړه

mew-admin
Sun, Oct 30 2022 9:55 AM
1

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي محمد کریم فاتح د پکتیا ولایت لپاره د هېلتو موسسې له ولایتي مسؤل ښاغلي انجنیر عبدالوهاب بازید او مل پلاوي سره د همغږي ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې، د یادې موسسې ولایتي مسؤل د خپل کاري پلان او په یاد ولایت کې  د اوبو په برخه کې د پراختیایي پروژو د پلي کولو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي فاتح د اوبو په برخه کې د پراختیایي پروژو پر دوامداره څارنې، کنټرول او کیفیت باندې ټینګار وکړ او د یادې موسسې له ولایتي مسؤل سره یې د هر راز همکاري ژمنه کړه.

User account menu