د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر له یو شمېر روسي پانګوالو سره وکتل

mew-admin
Sun, Oct 30 2022 6:31 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې له یو شمېر روسي پانګوالو سره لیدنه ترسره کړه.

په یاده لیدنه کې،  روسي پانګوالو د ډبرو سکرو سرچینو څخه د برېښنا د تولید د پروژو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د روسي پانګوالو له لېوالتیا څخه ستاینه وکړه او دوي ته یې ډاډ ورکړ چې اوسمهال په افغانستان کې له هر اړخه د پانګوني لپاره زمینه برابره شوې ده او د پانګوالو سره به د دې وزارت له خوا د اړتیا وړ همکاري ترسره شي.

User account menu