تخار ولایت کې د ګزر او لایقه کانالونو د کېندنې چارې پیل شوې

د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالي کې د ګزر او لایقه کانالونو د کېندنې چارې د دشت قلعې لاندني پنج سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي انجنیر عبدالواحد رجب، د دشت قلعې ولسوال ښاغلي مولوي عبدالقادر حامد او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.
د یادو پروژو چارې چې د اوبو سکتور د بشري مرستو په مالي ملاتړ او د یادې سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، د څه باندې دوه زره کسانو لپاره د کار زمینه چمتو شوې ده.