په لوګر ولایت کې د سرخاب بند د رسوبي تونلونو د رسوباتو او د بند د کاسي د رسوباتو د پاکاري چارې پیل شوې

mew-admin
Thu, Nov 03 2022 11:06 AM
1

د یادې پروژې چارې د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي حاجي عمراخان صدیقي، د یاد ولایت د کرنې رئيس ښاغلي مولوي سید محمد امین هاشمي او د یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې د کار په مقابل کې د غنمو دګډې کمیټې دمسؤلینو له خوا پیل شوې.

د یادې پروژې د چارو په پرانیست غوڼده کې د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د بند د ارزښت په هکله خبرې وکړي او له کارګرو څخه و غوښتل چې خپل کار په رښتيني  او ایمانداري سره ترسره کړي.

په دې پروژه کې ګڼ شمېر کسانو ته د ۴۰ ورځو لپاره دکار زمینه چمتو شوې ده.

User account menu