د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس د خوپزې کانال د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

mew-admin
Sat, Nov 05 2022 10:18 AM
1

د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي سید فضل احد هاشمي د یاد ولایت په ګوشتي ولسوالي کې د خوپزې کانال د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې د UNDP په مالي ملاتړ د اسلامیک ریلیف موسسې له خوا پلې کېږي چې د سلګونو کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده او د چارو په به بشپړېدو سره به یې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

همدارنګه ښاغلي هاشمي د یاد ولایت په روداتو په ولسوالي کې د نیم کاره ګرو د سربند او کانال څخه چې  چارې یې د اوبو سکتور د بشري مرستو په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي، هم څارنه ترسره کړه او مسؤلینو ته یې لازم هدایات ورکړل.

User account menu