د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس د اوبو او انرژي وزارت د مالي  او اداري ریاست له دوو تنو کارمندانو سره وکتل

mew-admin
Thu, Nov 10 2022 11:41 AM
1

د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د خپل کار په دفتر کې د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري ریاست له دوو تنو کارمندانو سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، د وزارت د مالي او اداري ریاست کارمندانو د خپل سفر د موخو په هکله د شمال سیندیزې  عمومي حوزې رئيس ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

وروسته، د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس د وزارت له مالي او اداري ریاست له کارمندانو سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

User account menu