ارزګان ولایت کې د سولې کانال او سفیدخارفرعي کانال د پاکاري چارې پيل شوې

mew-admin
Sat, Nov 12 2022 11:52 AM
1

د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د ګرم آب سیمه کې د سولې کانال او د سفید خار سیمه کې د سفید خار فرعي کانال د پاکاري چارې پيل شوې.

د یادو کانالونو چارې د خوړو نړیوال سازمان (FAO)  په مالي ملاتړ د ADA موسسې په تخنیکي همکاري د ترینکوټ سیندیزې فرعی حوزې تر څارنې لاندې پلي کېږي.

په یادو پروژه کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده او چارې به یې د یوې اونۍ په موده کې بشپړې شي.

User account menu