د پنج پائینی سیندیزې حوزې رئیس د لایقه کانال د کېندنې د چارو له بهېر څخه څارنه وکړه
د پنج پائیني سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي انجینر عبدالواحد رجب، د اوبو سکتور د بشري مرستو پروګرم مانیټور او د سیمي مشرانو په دشت قلعه ولسوالي کې د لایقه کانال د کېندنې پروژې د چارو له بهېر څخه څارنه وکړه.
د یادولو وړ ده چې په یاده پروژه کې ۱۱۲۷ کسانو ته د کار زمنیه چمتوشوې ده او ۳۰۰۰ هکتاره کرنېزه ځمکه به خړوبه شې.
