د ننګرهار سیندیزې حوزې رئېس د خیوې ولسوالي له اوسیدونکو سره وکتل
د ننګرهار سیندیزې حوزې رئېس الحاج سید فضل احد هاشمي د خیوې ولسوالي اړوند د سلامپور کلي له اوسیدونکو سره وکتل.
په دې لېدنه کې د یادې سیمې له اوسیدونکو څخه چې د سیند د حریم د غصب تر شک لاندي دي د ځمکو د تثبیت او تفکیک په موخه د قانوني اسنادو غوښتنه وشوه.
همدارنګه د ننګرهار سیندیزې حوزې رئېس د ځمکو د تثبیت او تفکیک په برخه کې د یادې سیمې خلکو ته د روڼتیا ډاډ ورکړ.
