د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس د بلخ پوهنتون له رئيس سره وکتل
د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس د بلخ پوهنتون له رئيس سره د یاد پوهنتون د زده کړیالانو لپاره د اوبو د کیفیت په برخه کې د روزنیز ورکشاپ د ترسره کولو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه
د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي مولوي عبالحکیم حاجي حکمت او ورسره مل تخنیکي ټیم د بلخ پوهنتون له رئيس ښاغلي پوهندوی دوکتور خلیل الله کلیوال سره وکتل او د هغه پوهنتون د زده کړیالانو لپاره د اوبو د کیفیت او د څښاک اوبو د کلوریشن په برخه کې د څو ورځني روزنیز ورکشاپ د ترسره کولو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.
په یاده لیدنه کې، ښاغلي کلیوال د دې پوهنتون د هایدرولیک څانګې د زده کړیالانو لپاره د ودانیزو موادو د ټسټونو او د لابراتور په برخه کې د ورکشاپ د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
همدغه راز، د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس د بلخ پوهنتون له رئيس سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.
