په غور ولایت کې د کانالونو ساتنې او پالنې او تحکیم کاري څلورو پروژو چارې د څه باندې دریو میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته و سپارل شوې

د غور ولایت په تسرقي، بادګاه، پوزه لیچ او سیاه سنګ کلیو کې د کانالونو ساتنې او پالنې او تحکیم کاري څلورو پروژو چارې د څه باندې دریو میلیونه افغانیو په ارزښت د غور سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي ملا رحمت الله اماني او د هریرود- مرغاب سیندیزې عمومي حوزې د استازو په شتون کې ګټې اخیستنې ته و سپارل شوې.
د یادو پروژو چارې یوه میاشته وړاندې پیل شوې وي، چې پکې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.