ننګرهار ولايت کى ديوه سربند د رغونې او د یوه کانال د پاکاري پروژه ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
Tue, Nov 22 2022 11:33 AM
1

د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالي کې د قلعه میرجي کلي سربند او کانال پروژه د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي سید فضل احد هاشمي او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

د یادې پروژې چارې د اوبو په سکتور کې د بشري مرستو په مالي ملاتړ د ننګرهار سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېده.

همدرانګه د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس او  ورسره مل تخنیکي ټیم د بهسود ولسوالي اړوند د سراچي بولدروال پروژې د ستونزو د هوراولو په موخه لیدنه وکړه.

د یادې پروژې د ښه تطبیق په موخه یوه ګډه کميټه جوړه شوه، ترڅو د یادې پروژې د چارو څخه څارنه وکړي.

User account menu