په کندز ولایت کې د اکاخیلو د اوبو شبکې پروژه او د خان آباد ولسوالي د عمومي سربند د دروازو د ترميم چارو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
Tue, Nov 22 2022 2:43 PM
1

د کندز ولایت د خان آباد ولسوالي د عمومي سربند د دروازو د ترميم چارو پروژه د 1050000 افغانیو په ارزښت او په یاد ولایت کې د اکاخیلو د اوبو شبکې پروژه د پنج-آمو سينديزې حوزې عمومي رئيس انجینر رفيع الله مجتبی او د بشرپاله مرستو د دفتر مسئول انجینر فرهاد نورزي په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

یادي پروژې د بشرپاله مرستندویه بنسټ په مالي لګښت د پنج-آمو سينديزې حوزې له لوري ترسره شوې.

همدارنګه، د پنج آمو سينديزې حوزې عمومي رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم د امرخيلو د پروژې له چارو څخه لیدنه وکړه.

User account menu