په کنړ ولایت کې د بریکوټ کوټیا کانال د رغونې او پاکاري چارې بشپړې شوې
د کنړ ولایت په ناړۍ ولسوالي کې د بریکوټ کوټیا کانال د رغونې او پاکاري پروژه د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي ملا دوست محمد حنفي په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادې پروژې چارې چې د اوبو په سکتور کې د بشري مرستو په مالي ملاتړ د کنر سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پر مخ وړل کېده د لسګونو هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.