د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس د بلخ ولایت د اوبو رسونې او فاضلاب له ریاست څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Sat, Nov 26 2022 11:52 AM
1

د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت او ورسره مل ټیم د بلخ ولایت د اوبو رسوني او فاضلاب له ریاست څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، دواړو لورو په بلخ ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو د لږوالي، وچکالي، د ژورو څاګانو خپل سرې کیندنې، د اوبو ضایعات، د هر څاه لپاره د ميتر نصب او ټکس ټاکلو او په راتلونکي کې د دواړو ریاستونو کارکوونکو ته د اوبو د کیفیت، د څښاک اوبو د کلوریشن او د اوبو مضره موادو پېژندلو په هکله د آموزشي ورکشاپ  په اړه هر اړخېزي خبري اتري وکړې.

په پای کې دواړو لورو د اوبو اړونده موضوعاتو په هکله د ګډي همکارۍ په برخه کې یو بل ته ډاډ ورکړ.

User account menu