د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کابل ولایت له والي سره وکتل

mew-admin
Mon, Nov 28 2022 10:11 AM
1

د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال او د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي ولي محمد تائب د کابل ولایت له والي ښاغلي ملا محمد عیسی یاسین او د یاد ولایت له یو شمېر مسؤلینو سره وکتل.

په یاده لیدنه کې د شاه و عروس بند پروژې د پاتې کارونو د بشپړولو ، متضررینو ته د استملاک شویو کورونو په بدل کې د نومرو د وېش په مخ د راپورته شوې ستونزې د هوارولو، د کابل ولایت مقام او اړوندو ادارو لپاره د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په موخه د باران اوبو د راټولولو پروژې د پلي کولو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

همدارنګه په دې ناسته کې د کابل سیندیزې عمومي حوزې او ولایتي ادارو ترمنځ پر اړینې همغږي باندې ټینګار وشو.

User account menu