د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د پروژو د خدمتونو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفتر( UNOPS) له استازي سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د پروژو د خدمتونو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفتر ( UNOPS) له استازي ښاغلي وفي الله سیدي سره وکتل او د اوبو او انرژي وزارت او د یاد دفتر ترمنځ یې د اړینو همکاریو او همغږيو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.
په یاده لیدنه کې، د UNOPS د دفتر استازي د ټولګټو پروژو په برخه کې د خپلو فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړل او د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو لپاره یې خپله لېولتیا څرکنده کړه.
د اوبو ښاغلي معین د یاد دفتر له لېوالتیا څخه هر کلی وکړ او د یاد دفتر استازي ته یې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې د یاد معینیت د همکاریو ډاډ ورکړ.
